کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
ټاپي چې د ترکمنستان افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل لیکې غځولو پروژه ده، د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې یې د کار پیل عملي تړون د دغو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق آباد کې لاسلیک شو، افغانستان کې د نوې واکمنۍ له امله یې په کور دننه پڅ شوي وو.
تازه چې د دغې پروژې تطبیق لپاره هڅې ګړندۍ شوي، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، د دغې پروژې عملي چارو پیلېدو ته بشپړ چمتووالی شته.
دوی زیاتوي که اړتیا ولیدل شي، د ټاپي پروژې امنیتي چارو لپاره به ځانګړی ځواک جوړ کړي.
دغې ادارې نن د ټاپي او نورو ملي پروژو د امنیتي چارو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې د دغه ډول پروژو د عملي چارو په اړه ډاډ ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټاپي د سيمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده، چې افغان حکومت خپله سیمه کې د دغه ډول ملي پروژو امنیت ته خورا پام کوي.
د اقتصادي چارو پوهان دې پروژې ته د هېواد د اقتصادي زېربنا کې د يوه مهم عنصر په توګه ګوري چې د عملي چارو پيل به يې د افغانانو لپاره یو ښه زېرى وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/