معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمنتیا لري

افغان حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمنتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په لوګر کې د یوې مدرسې دستاربندۍ غونډې پرمهال ویلي، چې سرپرست حکومت د مدرسو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، هڅې روانې دي چې د پوهنتونونو زده کړیالان په اسلامي روحیه وروزل شي.

د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سیاسي مرستیال د غونډې ګډونوالو ته د وینا پر مهال ویلي، چې تېرو دریو کلونو کې یې دغه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.

سیاسي مرستیال په داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د چارو ډېری شنونکي د ښځینه تعلیم او کار بندښت له وجې اوسنی سرپرست حکومت تر نیوکې لاندې راوستی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس