معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو غور کوي

افغان حکومت سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو غور کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي، چې افغان حکومت د سوداګرۍ په بدیلو لارو غور کوي، څو افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي راکړه – ورکړه ولري.

نوموړي دا څرګندونې د افغان او بهرنیو سوداګرو پیوستون کنفرانس ته کړې او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې د افغان سوداګرو پر وړاندې راټوکېدلې ستونزې له منځه یوسي.

سیاسي مرستیال خبرداری ورکړی، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو جوړولو، د لارو بندولو او په ناقانونه توګه د مالیاتو لوړلو سره به د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ اقتصادي همکارۍ او اړیکې زیانمنې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت د سیمه ییزې سوداګرۍ ‌او ټرانزیټ پياوړتیا ته ژمن او د سیمې هېوادونه دې خپل مسوولیت رفع او چمتووالی دې په عمل کې وښيي.

دې کنفرانس کې د پاکستان، چین، ایران، ترکیې او جاپان سوداګرو هم برخه درلوده.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې دې وروستیو کې پاکستان افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس