کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه په کلکه غندلې او له یاد هېواده یې غوښتي چې عامل ته يې سزا ورکړي.
د افغانستان خارجه وزارت د سویډن حکومت له چارواکو په کلکه غوښتنه کړې، چې د بيا لپاره دې دغه ډول اشخاصو ته اجازه نه ورکوي، څو د اسلام مبارک دین او مسلمانانو پر ضد داسې وحشیانه او پاروونکې کړنې ترسره کړي.
د افغانستان او ترکیې په ګډون ګڼ شمېر مسلمانو هېوادونو پر دغې عمل تند غبرګون ښودلی او عامل ته یې د سختې سزا غوښتنه شوې.
د راپورنو له مخې تېره ورځ په سويډن کې د ترکیې پر ضد لاریونونه شوي او په ترڅ کې يې د سویډن يوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو مخامخ د قرآن کریم ځینو نسخو ته اور اچولی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/