معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت سویسي بانک ته د افغان پانګې د سپارلو مخالفت کړی

افغان حکومت سویسي بانک ته د افغان پانګې د سپارلو مخالفت کړی

افغان حکومت سویسي بانک ته د افغان پانګې د سپارلو مخالفت کړی
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د راپورونو پر بنسټ، یوه افغان چارواکي د ترکیې دولتي ټلویزیون ته ویلي، دوی د امریکا د هغې پرېکړې مخالف دي، چې د افغانستان د مرکزي بانک د زیرمې یو برخه دې د سویس بانک ته وسپاري.
دغه افغان چارواکي ویلي، چې دا پیسې باید د افغانستان مرکزي بانک ته و لېږل شي خو ورته مهال یې پر دغو پیسو د خپلواک پلاوي له لوري د څارنې له پرېکړې هرکلی کړی.
افغانستان انټرنشنل په مرکزي بانک کې د یوه چارواکي له قوله ویلي: “لکه څنګه چې وویل شول، موږ د دې پیسو بل ځای ته د لیږد مخالف یو او باید د افغانستان مرکزي بانک حساب ته انتقال شي “.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دولت مربوط د مرکزي بانک له چارواکو نظر واخلو خو بریالي نشو.
تېره ورځ د ترکیې ټي آر ټي اژانس خبر ورکړ، چې امریکا د افغانستان کنګل پانګې نیمايي برخه د سویس یوه بانک ته سپاري او د افغانستان مرکزي بانک د یو پلاوي تر څارنې لاندې کولی شي، له دغو پیسو ګټه واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس