معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

افغان حکومت غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز ‏د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې د جګړې پای ته رسولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا طرحې تصویب ملاتړ کړی او هغه یې غزه کې د نسل وژنې پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، غزه کې د دایمې اوربند لپاره رغنده خبرو ته اړتیا ده، څو د دې تړانګې وګړو ته د عادي ژوند زمینه برابره شي.

افغان حکومت یو ځل بیا د صهیونیسي رژيم جنایتونه غندلي او د یوه آزاد او خپلواک هېواد لرلو لپاره یې د فلسطین د خلکو د تاریخي حق ملاتړ کړی.

د ملګرو ملتو امنیت شورا وړمه ورځ غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن وړاندې کړې طرحه تصویب کړه، چې حـ.ـماس غورځنګ یې ملاتړ وکړ او د دې طرحې د پلي کولو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس