معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه وغندله

افغان حکومت له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه وغندله

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغان حکومت د پاکستان هغه اعلان ته توند غبرګون ښودلی، چې ویلي یې دي په شپږو اونیو کې به له خپلې خاورې د ټولو افغان کډوالو د وېستلو مهالوېش اعلان کړي.
د حکومت مرکزي ویاند ویلي، چې په زور د افغان کډوالو وېستل غیرقانوني دي او دا پرېکړه د غندنې وړ ده.
د ده په خبره د کډوالو په زور وېستل غیر قانوني دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې که افغان کډوال خپل هېواد ته ستنیږي، حکومت او ولس په شریکه د دوی د ځای پر ځای کولو لپاره چمتوالی لري.
مجاهد هغه ادعاوې له واقعیت لرې بللي، چې ګواکې کډوال د پاکستان د نامنیو په پېښو کې ښکېل دي.
پاکستان تر دې دمه د ټولو افغان کډوالو د وېستلو په تړاو دومره ښکاره خبرې نه وې کړې.
له پاکستانه د ټولو بي اسناده افغان کډوالو د وېستلو دغه ناندرۍ په داسې مهال کیږي، چې له دې هېواده په زوره د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ وار دمخه پیل او همدا اوس هم روانه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس