کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دفاع وزارت په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو په تړاو د امریکا سفارت د وروستیو خپرو شویو څرګندونو په تړاو توند غبرګون ښودلی.
یاد وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ملي دفاع وزارت په ښکاره ویلي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې د ازبکستان له حکومت څخه هم غوښتنه شوې، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې – ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/