معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، د هېواد د اوبو مهارول یې لومړیتوب دی

افغان حکومت وایي، د هېواد د اوبو مهارول یې لومړیتوب دی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال تره خېلو کې د برېښنا د نوي سب سټېشن او له چمتلې څخه تر تره خېلو پورې د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا لېږد مزي د پروژو پرانيستغونډه کې ویلي، چې د یادې پروژې بشپړېدل به د دې سيمې اوسېدونکو ته د برېښنا په وېش او رسولو کې مهم رول ولوبوي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د برېښنا د تولید ستر ظرفيتونه لري، خو په وروستيو لسیزو کې په لوی لاس په تياره کې ساتل شوی و.

سیاسي مرستیال همدارنګه ویلي، چې د هېواد د اوبو مهارول، د اوبيزې، بادي، لمريزې او حرارتي برېښنا چمتو کول او د کرنې پراختيا د سرپرست حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او دا چاره د هېڅ ګاونډي يا کوم بل هېواد په زيان نه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس