معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت ویلي، د کابل احمدشاه بابا مېنه کې یې د داعش ډلې یو مهم پټنځای له منځه وړی

افغان حکومت ویلي، د کابل احمدشاه بابا مېنه کې یې د داعش ډلې یو مهم پټنځای له منځه وړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغان حکومت استخباراتو ریاست تېره شپه د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د داعش ډلې پر یو مهم پټنځای عملیات کړي دي.
امنیتي سرچینو ویلي، چې دغه عملیات د احمدشاه بابا مېنې بګرامیو ولسوالۍ بت خاک سیمه کې ترسره شوي، چې په کې دوه د داعش پورې تړلي کسان وژل شوي دي.
دوی ویلي، چې عملیاتو کې افغان لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.
تر دې وړاندې هم د افغان حکومت د استخباراتو ریاست د مرکز کابل او د ولایاتو په یو شمېر سیمو کې د دغې ډلې پر وړاندې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په کې د یادې ډلې د مهمو غړو د وژل کېدو او دپټنځایونو د ختمېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس