معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت پر افغانستان د شوروي اتحاد د برید ۴۳ مې کلیزې په اړه اعلامیه خپره کړې

افغان حکومت پر افغانستان د شوروي اتحاد د برید ۴۳ مې کلیزې په اړه اعلامیه خپره کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
له ارګ څخه په خپرې شوې یوې اعلامیې کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل غندل شوی دی.
اعلامیه کې له افغانانو غوښتل شوي چې هېچاته پر افغانانو د شومو دسیسو او ناسمو ارادو د عملي کولو اجازه ورنه کړي.
په اعلامیه کې راغلي، اوسنی حکومت د خپلو خلکو، د خدمت، له هېواد او ملي ارزښتونو څخه دفاع ته په کلکه ژمن دی. د یادونې وړ ده چې د ۱۳۵۸ هجري کال د جدي پر شپږمه شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، چې له امله یې په میلیونونو افغان شهیدان، ټپیان او له هېواده بهر کډوالۍ ته مجبور شول.
شوروي اتحاد له لسو کلونو تېرولو وروسته په افغانستان کې ماتې وخوړه او بېرته له افغانستان څخه وتلل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس