معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت پر ریچارډ بنېت باندې افغانستان ته پر راتګ بندیز ولګاوه

افغان حکومت پر ریچارډ بنېت باندې افغانستان ته پر راتګ بندیز ولګاوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبـ ـيح الله مـ ـجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان د وضعیت په تړاو نړۍ ته ناسم معلومات ورکول، چې له همدې امله نوموړي باندې افغانستان ته په راتګ ممنوعیت ولګېد.

د مجـ ـاهد په وینا هغه د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته ګومارل شوی و، چې تل به يې د اوسني نظام پر ضد تبلیغات کول او له وړې موضوع به یې لویه خبره جوړه کړه.

د دې بندیز له مخې به نور نوموړی اجازه ونه لري، چې د بشري حقونو په تړاو د راپورونو برابرولو لپاره افغانستان ته راشي.

تر اوسه پورې د افغان حکومت د دې بندیز په تړاو خپله ریچارډ بنېت او یا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس