معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت په دغه هېواد کې د مولانا مسعود اظهر شتون رد کړ

افغان حکومت په دغه هېواد کې د مولانا مسعود اظهر شتون رد کړ

افغان حکومت په دغه هېواد کې د مولانا مسعود اظهر شتون رد کړ

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان حکومت هغه راپورونه ردوي چې ګنې د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې پناه اخستې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پرته له شواهدو د داسې تورونو لګول په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېزلري.

د دغه وزارت ویاند عبدلقهار بلخي پر ټویټر یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.
هغه پر ټولو خواوو غږ کړی چې د دا ډول بې بنسټه تورونو دې لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ځايي رسنیو راپور ورکړی چې اسلام اباد په یوه لیک کې له ا.ا غوښتي څو د «جیش محمد» ډلې مشر مسعود اظهر چې د دوی په باور په افغانستان کې دی، پیدا او ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس