معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت یو وار بیا د ملګرو ملتونو له لوري دوی ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارلو له امله نیوکه کړې

افغان حکومت یو وار بیا د ملګرو ملتونو له لوري دوی ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارلو له امله نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو له لوري اوسني افغان حکومت ته د افغانستان څوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې د دې سازمان جفا او ښکاره تېری دی.

نوموړي ویلي، که ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ د دوی له لوري ورته ورپېژندل شوي کس ته وسپاري، نو د افغان حکومت استازی به په با مسؤلیته ډول هلته د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې د ملګرو ملتونو په دې ۷۹ یمه غونډه کې به د افغانستان د اوسنیو حقایقو په رڼا کې د افغانستان په تړاو مثبت نظریات وړاندې او مثبتې پرېکړې وشي.

په ورته مهال له دې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت د سیاسي دفتر مشر د ملګرو ملتونو دې غونډې ته د استازي نه وربللو په غبرګون کې ویلي وو، چې د دې سازمان دا پرېکړه به له افغانستان سره د لا زیات واټن لامل وګرځي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس