معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سوداګرو په لومړي ځل د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ټنه انار صادر کړل

افغان سوداګرو په لومړي ځل د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ټنه انار صادر کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان سوداګرو د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ټنه انار صادر کړل.

د دې وزارت په خبره، قزاقستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي له سفر او د دواړو هېوادو د خصوصي سکټور ترمنځ د څو هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته دا لومړۍ کڅوړه ده، چې دغه هېواد ته صادریږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا د افغانستان د انارو لومړۍ جوپه ده، چې دې هېواد ته یې لېږې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د انارو د یوه صادرونکي له قوله ویلي، چې دوی غواړي قزاقستان ته د انارو صادرات زیات کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس