معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سوداګر وایي، پاکستان د افغانستان تشو لاریو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي

افغان سوداګر وایي، پاکستان د افغانستان تشو لاریو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ننګرهار کې يو شمېر سوداګر او موټر چلوونکي وايي، تورخم ښارګوټي کې تشو لاريو ته د پاکستان لخوا د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي، خو د پاکستان لخوا هره ورځ له ۳ سوو زیاتې لارۍ افغان لوري ته راځي.
د سوداګرو په خبره، د ورځې د هرې تشې لارۍ په سر پر دوی له ۱۸۰ نیولې تر ۳۲۰ ډالرو پورې کرايه راځي، چې دوی یې د ورکړې توان نه لري.
په ورته مهال موټر چلوونکي وايي، پر سوداګرو سربېره دوی هم هره ورځ زرګونه افغانۍ لګښتونه ورکوي او د تېرې يوې مياشتې په موده کې يې ګڼ زيانونه ليدلي دي.
بلخوا د ننګرهار ولایتي مسوولين وايي، تورخم ښارګوټي کې تر ډېره د افغان سوداګرو ستونزه حل شوې او د پاتې ستونزو د حل لپاره يې هم هلې – ځلې روانې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس