معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سوداګر وایي، پاکستان سره دې د ترانزیټي اموالو د امنیت په تړاو خبرې وشي

افغان سوداګر وایي، پاکستان سره دې د ترانزیټي اموالو د امنیت په تړاو خبرې وشي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۸ مه نېټه):
په پاکستان کې د افغانستان د صادراتي انځرو د ترانزیټي محمولې د سوځېدو ویډیو له خپرېدو وروسته یو شمېر افغان سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګریزو توکو د ترانزېټ په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
دغه سوداګر له سرپرست حکومت غواړي چې له پاکستاني لوري سره د ترانزېټي محصولاتو د امنیت ساتنې په تړاو خبرې وکړي، څو له دې پلوه د سوداګرو ډاډ ترلاسه شي.
د افغانستان ـ پاکستان ګډې سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د پاکستان په خاوره کې د یو افغان سوداګر د ترانزیټي محمولې، چې هند په لاره وه سوځېدل غندلي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د سوداګرو د تزاېټي توکو امنیت وساتي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس