معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کمیسار تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره پر یو شمېر مسایلو ناسته کړې

افغان کمیسار تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره پر یو شمېر مسایلو ناسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار په مشرۍ افغان لوري له پاکستاني چارواکو سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو د حل او همغږۍ په موخه ناسته کړې.

دغه ناسته کې د تورخم کمیسار ترڅنګ د تورخم ګمرک، ترانسپورټ، مهاجرینو او اطلاعات او کلتور ادارو استازو هم ګډون درلود.

یاده ناسته کې پرېکړه شوې، چې د مریضانو د تګ – راتګ محدودیتونه ختم شي او عامو خلکو ته په بندر کې د اسانتیاوو د برابرولو هڅې باید زیاتې شي.

دغه راز سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیاوو رامنځته کول او کاریګرو ته ځانګړي وخت کې د کار زمینه برابرول د ناستې مهمې برخې وې.

د دې ترڅنګ د لویو باربري موټرو لپاره د TAD کارت تطبیق، د واده ناوې او مړو وارثینو ته د عاجل تګ – راتګ ځانګړې ویزې یا بل سیستم جوړولو په اړه خبرې شوي.

د دې سربېره د مسافرو لپاره د فرضي کرښې د تېرېدو د ستونزو په حل هم ټینګار شوی، څو مسافر پر وخت خپل سفر بشپړ کړي او د ځنډ ستونزې ورسره مخ نه شي.

د مسوولینو په وینا دواړو لوریو د یادو موضوعاتو د حل لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د تورخم بندر د چارو د ښه والي لپاره به کار کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس