معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کډوالو لپاره اروپايي ټولنې ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي

افغان کډوالو لپاره اروپايي ټولنې ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د مرکزي آسیا لپاره د اروپايي ټولنې د پراختیايي مرستو له مشرې (سارا او) سره کتلي دي.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې اغلې سارا ویلي، چې اروپایي ټولنې د هرات د زلزله ځپلو لپاره ۴.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې او د راستنېدونکو لپاره یې هم د کډوالو له نړیوال سازمان سره د ۱۵ میلیونو یورو هوکړه لیک لاسلیک کړی.
هغې ډاډ ورکړی چې د راستنېدونکو لپاره چمتوالی لري او افغانان به هېڅکله یواځې پرېنږدي.
دوی دغه مرستې په داسې مهال ځانګړې کوي چې په تېرو ۳۷ ورځو کې یوازې د تورخم له لارې ۱۲ زرو څخه ډېرې کډوالئ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس