معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې آسیایي جام سیالیو کې نیبال ته ماتې ورکړه

افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې آسیایي جام سیالیو کې نیبال ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو په ترڅ کې د ۷۳ منډو په توپیر نیپال ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې تېره ورځ ترسره شوه، چې نیپال په کې د پچې په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو سوځېدو سره په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې جمشید ځدراڼ سلیزه ووهله او لومړنی افغان شو چې په روان آسیا جام کې سلیزه کوي.

ځدراڼ ۱۵۸ توپونه ولوبول، ۸ څلوریزې یې ووهلې او د لوبې په وروستي اور کې د پښې ټپي کېدو له امله ناسوځېدلې له لوبغالي ووت.

نيپال بیا خپله پاڼۍ کې ۴۰.۱ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۸ منډې وکړې.

د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي هندوستان ته بایللې وه.

ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه افغانستان او پاکستان سیالي ترسره کړي چې ګټل یې افغان لوبډلې وړاندې تګ لپاره مهم دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس