معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصادي کمېسیون د ملي ارشیف عوایدو زیاتوالي طرحه تایید کړه

اقتصادي کمېسیون د ملي ارشیف عوایدو زیاتوالي طرحه تایید کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه د دغه کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید شوې.

د خبر پر بنسټ دغه طرحه کې یاد وزارت ته سپارښتنه شوې، چې ملي آرشیف ته د خلکو د راجلبولو په موخه په اعلاناتو او تشویقي پروګرامونو او همدارنګه لیدونکو او متقاضیانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي کار وکړي.

په دې غونډه کې همدرانګه د کارګرانو ملي اتحادیې د جایدادونو د برخلیک، د دغه اتحادیې د اساسنامې پر تعدیل او د مدیره هیئت پر ټاکنه، د سنايي غزنوي ښارګوټي د پاتې چارو پر پيل او د یوشمېر نورو موضوعاتو د تعقیبي راپورونو په اړه خبرې شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس