معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصاد وزارت وایي، افغانستان د اوسپنې د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی

اقتصاد وزارت وایي، افغانستان د اوسپنې د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اقتصاد وزارت ویلي، چې افغانستان اوس‌ مهال د اوسپنې تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی او دې ته اړتیا نشته، چې نور له سیمې او نړۍ څخه افغانستان ته اوسپنیز توکي راوارېد شي.

د څرخي پله په صنعتي پارک کې د اوسپنې تولید د یو شمېر کارخونو مسوولین وايي، د اوسپنيزو توکو تولید په برخه کې یې د کورني بازار اړتیاوې پوره کړي او په نږدې راتلونکي کې به ترکمنستان هېواد ته د ګول سیخ صادرات پيل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوسپنې ویلي کېدو ټولنه وايي، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د اوسپنې سکټور ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي او په لویو پروژو کې له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د اوسپنې ویلي کېدو ټولنې د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول هېواد په کچه ۴۳ د اوسپنې تولید کارخونې فعالیت کوي، چې نږدې ۵۰ زره کسان په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس