معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصاد وزارت وایي، له بشري مرستو باید سیاسي ګټه پورته نشي

اقتصاد وزارت وایي، له بشري مرستو باید سیاسي ګټه پورته نشي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۷ مه نېټه)

په داسې حال کې چې د امریکا د مجلس استازي ډان مویزر د دغه هېواد کانګرېس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړې، چې له مخې یې افغانستان سره مرستې له سرپرست حکومت سره د بندي امریکايي وګړو تر آزادېدو پورې مشروطې شوي، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي، له افغانستان سره د بشري مرستو کمول او یا هم درول د نړیوالو د حقوقو او اخلاقو خلاف دي.

نوموړي زیاته کړې، نړۍ ته نه ښايي چې له بشري مرستو د ځانګړو موخو پرمخ بیولو لپاره سیاسي ګټه پورته کړي.

د خبر پر بنسټ د امریکا د مجلس استازي دغه طرحه د رایان کوربت او جورج ګلزمن د ازادۍ د تضمین لپاره جوړه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس