معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / المان له خپل هېواده یوه بله ډله افغان کډوال وباسي

المان له خپل هېواده یوه بله ډله افغان کډوال وباسي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په پلان کې ده چې یوه بله ډله افغان کډوال افغانستان ته واستوي.

د یوې المانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې چارواکو له یوه سیمه ییز شریک سره ګډ کار پیل کړی، څو د دې افغانانو د وېستلو بهیر تنظیم کړي.

راپور زیاتوي، دغه پلان د المان د عمومي ټاکنو ترسره کېدو مخکې عملي کېدلای شي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور په حواله د المان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند تایید کړې، چې د افغان کډوالو د وېستلو پر پلان کار روان دی، خو هغه ټینګار کړی، چې دا پرېکړه د جنوري د ۲۳مې ټاکنو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

د وزارت ویاند ویلي، یاد افغان کډوال به هغه وخت افغانستان ته واستول شي، چې ورته شرایط برابر شي.

د پلان د دقیقو نیټو او د اړوندو ترتیباتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس