معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / الکوزی وايي که د صنعت په برخه کې پر ستونزو غور ونشي د هېوادونو له سیالۍ وځو

الکوزی وايي که د صنعت په برخه کې پر ستونزو غور ونشي د هېوادونو له سیالۍ وځو

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د لړم/عقرب لومړۍ نېټه او د اکټوبر میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، که حکومت د صنعتکارانو بنسټیزو ستونزو ته پام ونه کړي، دوی نه شي کولی د صنعت په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د صنعت د پرمختګ پر وړاندې د زیربنايي په ځانګړي ډول د برښنا ستونزو ته باید پاملرنه وشي.
نوموړي دغه راز بانکي ستونزې په هېواد کې د صنعتکارانو او پانګوالو تر ټولو ستره ستونزه وبلله او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه يې د هواري غوښتنه وکړه.
الکوزي له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د پیسو د کنګل کېدو په اړه له سره غور وکړي او خوشې یې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په تېر څو ورځني نندارتون کې، چې د هېواد خپل محصولات او صنایع په کې نندارې ته وړاندې شول، حکومتي چارواکو په کې د ګډون پر مهال د صنعت کارانو او بزګرانو د هر ډول ستونزو د هواري ژمنه وکړه.
هغوی ته د کار برابرولو، محصولاتو ته بازار موندنې او د دوی د هر ډول د ملاتړ لپاره یې د مرستې ټټر ووهه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس