کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ریاض کې د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي، د اوکراین جګړې پر ختمولو او د اقتصادي همکاریو پر ارزونې خبرې کړي.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پلازمېنه ریاض کې رسمي ناسته کړې، چې هدف یې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو ښه کول او د اوکراین جګړې ختمولو لپاره د حل لارو موندل وو.
روبیو له دې کتنې وروسته رسنیو ته ویلي، چې خبرې یې په دریو مهمو ټکو متمرکزې وې، د واشنګټن او مسکو په سفارتونو کې د دیپلوماتانو بیا استول، د اوکراین د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره د لوړ پوړیو ډلو استول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او نږدې اړیکو ارزونه وه.
که څه هم د امریکا او روسیې اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي، خو دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي تفاهم نښه ګڼل کیږي. د دې کتنې جزئیات لا ډېر نه دي څرګند شوي، خو تمه کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به دواړه لوري د یادو موضوعاتو د عملي کېدو لپاره نور ګامونه واخلي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/