معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا ایران د اوکراین په جګړه کې په لاس لرلو تورن کړ

امریکا ایران د اوکراین په جګړه کې په لاس لرلو تورن کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو وار بیا تور پورې کړی، چې ایران له روسیې سره پوځي مرسته کوي.
نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي او د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې ته دغه هېواد لمن وهي. نوموړي دغه راز لیکلي، امریکا د ایران د بې پیلوټه الوتکو او بالیستیک توغندیو په پروګرامونو کې پر ښکېلو اوو کسانو بندیز هم لګولی.
امریکا تر دې وړاندې ویلي وو چې ایران او روسیه یو د بل قوي ملاتړي هېوادونه دي.
که څه هم تر دا دمه د دغو تازه تورونو په اړه ایراني چارواکو نظر نه دی څرګند کړی، خو تېر کې بیا د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د مرستو خبرونه رد کړي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس