معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا د افغانستان اوسني وضعیت په اړه خپلو متحدینو سره په سلا مشورو بوخته ده

امریکا د افغانستان اوسني وضعیت په اړه خپلو متحدینو سره په سلا مشورو بوخته ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا غواړي اوسني افغان حکومت سره په خپل تعامل کې بدلون راولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې رسنۍ د پوښتنې په ځواب کې پرته له نورو جزیاتو ویلي، چې دوی افغان حکومت سره د تعامل په اړه خپلو متحدینو سره په سلا_مشورو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړې چې بشري مرستې به له افغانانو سره دوامداره وساتي، خو په افغان حکومت به بېلابېلو لارو فشار راوړي، تر څو د ښځو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خپلو دریځونو کې نرموالی راولي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې چې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تعلیمي، سیاسي، مدني او کاري فعالیتونو وضع شوي، د چارو د څارونکو له لوري د امریکا پر حکومت انتقادونه هم ډېر شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس