معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا د افغان کنګل پانګې نیمايي برخه د سویس بانک ته سپاري

امریکا د افغان کنګل پانګې نیمايي برخه د سویس بانک ته سپاري

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۲۱مه او د سپټمبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د ترکیې ټي آر ټي خبري شبکې په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې پر آزادولو مذاکرات روان دي او دواړه لوري دې هوکړې ته نږدې شوي چې د دې پانګې برخه به د سویس یوه بانک ته سپاري.

ویل کېږي چې په لومړي سر کې به ۳.۵ میلیارده ډالر د سویس (BIS) بانک ته وسپارل شي او د یادو پیسو د لګولو او کارونې په اړه به نړیواله څارنه کېږي.
دا هم ویل شوي چې د افغانستان مرکزي بانک کولی شي له دغو پیسو ګټه واخلي.

په راپور کې راغلي، چې ښایي راتلونکې اونۍ دغه مسئله په رسمي توګه امریکایي لوری اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم د دغو پیسو د ازادېدو په اړه خبره کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس