کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې دفتر د اپرېل میاشت کې د تړل کېدو امکان لري.
د راپور له مخې د دې دفتر مسوولینو ته ویل شوي، چې د تړل کېدو لپاره چمتووالی ونیسي.
که دا پرېکړه عملي شوه، نو پر شرایطو برابر شاوخوا ۲ لکه افغانان به امریکا ته له تللو پاتې شي.
د یادې پرېکړې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو شنونکي وایي، د دغه دفتر تړل کېدل به د هغو افغانانو لپاره چې د ځانګړو وېزو، بشري پروګرامونو او نورو لارو امریکا ته د تګ انتظار باسي، جدي ستونزې راولاړې کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/