معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا د نشيه توکو په اړه د ا.ا د وروستي خپور شوي فرمان هرکلی وکړ

امریکا د نشيه توکو په اړه د ا.ا د وروستي خپور شوي فرمان هرکلی وکړ

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د امریکا متحده ایالتونو د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د افغان حکومت د تازه فرمان هرکلی کړی دی.
د افغان حکومت په تازه صادر شوي فرمان کې راغلي چې له دې وروسته په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو په تېره بیا د کوکنارو کرکېله او کاروبار بند دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ان مک‌کري ویلي د افغان حکومت له لوري د نوي خپاره شوي فرمان هرکلی کوي خو تمه یې ښودلې چې دغه فرمان عملي شي.
د ده په خبره نشه يي توکي د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي نو له همدې امله دی تمه لري چې د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په موخه صادر شوی فرمان په بشپړه توګه عملي کړل شي.
ان مک‌کري دغه راز ویلي چې افغانان د بزګرۍ په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې افغانان اړ دي چې یو پیاوړی زراعتي سیستم ولري.
د افغان حکومت د فرمان له مخې، که څوک د کوکنارو او ورته بوټو کښت وکړي، کښت به یې له منځه ځي او سرغړوونکي سره به قانوني چلند کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس