ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د امریکا متحده ایالتونو د نشه یی توکو د کښت د مخنیوی په اړه د افغان حکومت د تازه فرمان هرکلی کړی دی.
د افغان حکومت په تازه صادر شوی فرمان کې راغلی چې له دې وروسته په ټول افغانستان کې د نشه یی توکو په تېره بیا د کوکنارو کرکېله او کاروبار بند دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ان مککری ویلی د افغان حکومت له لوری د نوی خپاره شوی فرمان هرکلی کوی خو تمه یې ښودلې چې دغه فرمان عملی شی.
د ده په خبره نشه یی توکی د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دی نو له همدې امله دی تمه لری چې د نشه یی توکو د کښت د مخنیوی په موخه صادر شوی فرمان په بشپړه توګه عملی کړل شی.
ان مککری دغه راز ویلی چې افغانان د بزګرۍ په برخه کې مرستو ته اړتیا لری او په خبره یې افغانان اړ دی چې یو پیاوړی زراعتی سیستم ولری.
د افغان حکومت د فرمان له مخې، که څوک د کوکنارو او ورته بوټو کښت وکړی، کښت به یې له منځه ځی او سرغړوونکی سره به قانونی چلند کېږی.
گهیځ