معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا سفارت په اسلام آباد کې د ستر احتمالي برید خبرداری ورکړی:

امریکا سفارت په اسلام آباد کې د ستر احتمالي برید خبرداری ورکړی:

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
پاکستان کې د امریکا سفارت د خپلو پټو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آاباد کې لوی احتمالي برید ترسره کېږي.
یاد سفارت په همدې تړاو اسلام آباد کې له خپلو مېشتو اتباعو غوښتي چې دغه سیمه کې دې د ګرځېدو پرمهال خپل ځان ته پاملرنه ډېره کړي.
دوی دغه راز خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له ډېرې اړتیا پرته دې اسلام آباد ښار کې له ګرځېدو ډډه وکړي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د امریکا د دغې احتمالي برید د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو ځایي اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې امنیتي تدابیر کلک شوي دي.
دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي وضعیت تر پخوا څو چنده ډېر خراب شوی چې له امله یې هره ورځ ډېری پوځیان او امنیتي ځایونه د پاکستاني طالبانو او بلوڅو بېلتون پالو له لوري په نښه کېږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس