کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر د دې هېواد کانګرېس ته په یوه لیک کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ناوړه بللی او له دې وضعیت سره یې د مرستې لپاره د بشري مرستو د دوام امر کړی.
د خبر پر بنسټ، بایډن کانګرېس ته لېږل شوي لیک کې ویلي، چې په افغانستان کې د پراخ بشري کړکېچ په شتون کې چې امریکا خپلې مرستې روانې ونه ساتي، د اقتصادي نظام د لمنځه تلو شونتیا شته.
په افغانستان د اوسني سرپرست افغان حکومت په بیا واکمنېدو سره تېرو نږدې دوه نیمو کلونو کې امریکا د هغو هېوادو په سر کې راځي، چې له افغانستان سره یې ډېرې بشري مرستې کړې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/