د غربي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا استازو مجلس اوکراین سره د ۴۵ میلیارد ډالرو نوې بسته منظوره کړه چې د پیټرایټ توغنديو لپاره لګښت هم په کې شامل دی.
دغو رسنیو د ځینو امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې د مرستو دا بسته د ولسمشر جو بایډن د حکومت د لګښتونو د ۱.۶۶ ټرلیون ډالرو بودجي یوه برخه ده چې د سنا مجلس پرون منظوره کړه او ټاکل شوې چې بایډن ته به د لاسلیک لپاره واستول شي چې په قانون بدله شي.
د اوکراین سره د مرستو دا تازه بسته د هغو ۵۰ ملیارد ډالرو مرستو په دوام کیږي چې امریکا په روان زېږدیز کال کې له اوکراین هېواد سره کړي دي.
اوکراین سره د مرستو تازه بسته داسې مهال منظوریږي چې څو ورځې وړاندې د دې هیواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکي واشنګټن ته تللی و چې هلته یې د کانګرس دواړو خونو ته وینا هم وکړه.