کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۸ مه نېټه):
امریکایي رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې ټاکل شوې چې نن یوه امریکايي فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته واستول شي.
دغو رسنیو ته یادو چارواکو زیاته کړې، چې امریکا له څه باندې نیمې پېړۍ وروسته دا ډول ماموریت عملي کوي او مشري یې هم خصوصي سکتور ته ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو پر بنسټ دغه فضايي بېړۍ به د امریکا په سیمه ییز وخت د نیمې شپې په ۲ بجو او ۱۸ دقیقو د کیپ کاناویرال له فضايي مرکز څخه فضا ته واستول شي.
د دې ماموریت مسوولین وایي، که هر څه د دوی له پلان سره سم ترسره شي، نو د امریکا دا فضايي بېړۍ به د روان کال د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د سپوږمۍ پر مخ کېني.
امریکا یوازینی هېواد دی، چې د سپوږمۍ پر سطحه د انسان په ښکته کولو برلاسی شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/