معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا: نویو افغانیو ته مو د عامو افغانانو د ښېګڼې لپاره اجازه ورکړه

امریکا: نویو افغانیو ته مو د عامو افغانانو د ښېګڼې لپاره اجازه ورکړه

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (لړم/عقرب ۴ مه او د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغانستان ته د نويو چاپ شويو پيسو لېږد ته د اجازې ورکول د متحدو ايالتونو موخه له افغان ولس سره د دوی د ښېګڼې په معنی دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس ويلي، چې د افغاني بانکنوټونو زړښت د عامو افغانانو کار و بار ټکنی کړی و چې له کبله یې دوی د نويو پيسو لېږد ته اجازه ورکړې ده.
د يادونې وړ ده چې د امريکا متحدو ايالتونو د روانې اونۍ په پيل کې د افغانستان بانک دوو پولي معاملو ته د اجازې د ورکړې خبر ورکړ.
په دې معاملو کې د افغانيو د نويو چاپ شويو بانکنوټونو د چاپ لپاره د پيسو لېږد هم شامل و.
پرایس ویلي، چې دا چاره له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو د ښو اړیکو معنی نه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس