معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا وایي، سرپرست افغان حکومت دې د ترهګرۍ ځپلو کې خپلې شوې ژمنې عملي کړي

امریکا وایي، سرپرست افغان حکومت دې د ترهګرۍ ځپلو کې خپلې شوې ژمنې عملي کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې خبري ناستې کې ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې نور د سیمه‌ ییز ټیکاو د ګواښلو توان نه لري.
نوموړي زیاته کړې چې اوسنی افغان حکومت دې د ترهګرو په ځپلو کې د دوحې ژمنې عملي کړي.
بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پر وړاندې د احتمالي کار اخیستنې په تړاو د ځينو هېوادونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونو اندېښنه بې بنسټه ګڼي.
په تېرو ۱۸ میاشتو کې امریکا او سرپرست افغان حکومت یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر نقض تورن کړي دي.
دغه هوکړه لیک کې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې د کار نه اخیستل، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د اوسنیو افغان چارواکو وېستل او د ښځو د حقوقو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب د یاد هوکړه لیک له مهمو مادو څخه ګڼل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس