کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، حکومت یې د افغانانو د تخلیې له ایتلاف Afghanevac سره هوکړه لیک تمدید کړی دی.
بلینکن پر خپلې ایکس پاڼې ویلي، دا اقدام امریکا ته د هغو افغانانو د لېږد په موخه ترسره شوی، چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره همکاري کړې ده.
امریکا چې د اوسني حکومت د راتلو راهیسې یې شاوخوا ۱۲۴ زره افغانان له افغانستانه ووېستل، بهرنیو چارو وزیر یې ټینګار کړی، چې د افغان همکارانو د لېږد بهیر ته ژمن دي او د هغوی ملاتړ به کوي.
دغه هوکړه لیک په داسې حال کې تمدید شو، چې د امریکا سره کارکوونکو ګڼو افغانانو شکایت کړی، چې د دوی د لېږد بهیر ډېر پڅ دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/