معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا په شرایطو پوره افغان کډوالو د ورتګ لپاره ځانګړې انټرنېټ پاڼه پرانیستله

امریکا په شرایطو پوره افغان کډوالو د ورتګ لپاره ځانګړې انټرنېټ پاڼه پرانیستله

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي ویب سایټ کې “د افغان کورنیو د یو ځای کولو ” تر نامه لاندې ځانګړې پاڼه پرانیستې ده چې پر مټ یې په دغه هېواد کې مېشت افغانان کولی شي، د خپلې کورنۍ غړي امریکا ته ور وغواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې امریکا د افغان کورنیو د بیا یوځای کېدو او په امریکا کې د مېشتېدنې له پروګرامونو سره مرسته کړې ده، خو د سرچینې په حواله، لا هم یو شمېر افغانان چې د دغو پروګرامونو شرایط پوره کولی شي، له ستونزو سره مخامخ دي.
د راپور له مخې، د دې ځانګړې پاڼې د جوړولو موخه له هغو افغان کورنیو سره مرسته ده چې تر دې دمه له یوه بله جلا دي.
په پاڼه کې، په متحده ایالتونو کې مېشتو د امریکا د تابعیت لرونکو افغانانو، د دایمي استوګنې کارت لرونکو او د لنډمهاله بشردوستانه اقامت لرونکو ته لارښوونه شوې چې څنګه کولی شي له خپلو عزیزانو سره یوځای شي.
هغو افغانانو چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (SIV) له لارې د متحده ایالتونو د دایمي استوګنې کارتونه ترلاسه کړي، مېړه یا مېرمن او هغه اولادونه یې چې عمرونه یې د ۲۱ کلونو څخه کم وي، امریکا ته د کډوالۍ وړ ګڼل کېږي.
همدارنګه، هغه افغانان چې په متحده ایالتونو کې د کډوالۍ یا سیاسي پناه قضیه لري، کولی شي خپل مېړه یا مېرمن او له ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي اولادونو ته متحده ایالتونو ته د راتلو بلنه ورکړي.
د تېر کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو ، د ا.ا له بیا واکمنېدو او په کابل کې د امریکا د سفارت تر تړل کېدو وروسته، امریکا ته د کډوالۍ په شرایطو برابر یو شمېر افغانان په کابل کې د امریکا د قونسلي خدمتونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د دغو افغانانو د درخواستونو د چټک پروسس لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس