معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې افغان بندي خان محمد د امریکايي وګړو په تبادله کې آزاد شو

امریکا کې افغان بندي خان محمد د امریکايي وګړو په تبادله کې آزاد شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د اوږدو مذاکراتو په پایله کې امریکا کې بندي افغان وګړی خان محمد د امریکايي وګړو په تبادله کې آزاد او هېواد ته رالېږدول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، خان محمد شاوخوا دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و، چې د امریکایي محاکمو له لوري ورته د عمري بند سزا اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې یې د بند موده تېروله.

د تکل په وینا، دا تبادله د افغان حکومت د ډیپلوماتیکو هڅو او اوږدو مذاکراتو پایله ده، چې د افغانانو د حقونو د ساتنې او عدالت لپاره ترسره شوې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس