معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې د سختې یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۰ څخه پورته شو

امریکا کې د سختې یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۰ څخه پورته شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په امریکا کې د سختې یخنۍ، واورې او توپان له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۰ څخه واوښت.
دغو رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې ډېرې واورې د اورېدو له امله زرگونه پروازونه لغوه شوي او ميليونونه امریکایان له برېښنا څخه بې برخې شوې دي.
ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په نیویارک ایالت کې حالت ډېر خراب دی او په شمالي بفيلو سيمه کې په ساعتونو_ساعتونو واورين توفان روان وي، چې له امله یې لاره نه ليدل کیږي.
د امریکا د ژغورنې ادارې چارواکو ویلي، د خلکو مړي په سړکونو کې، واورو کې دننه په ایسارو موټرو کې او همدارنګه تر واورینو غونډیو لاندې موندل کیږي.
د دغې ادارې چارواکو زیاته کړې چې د زیاتې واورې له امله یې کارونه ټکني دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې د نیویارک په بفېلو سیمه کې دوه نیم متره واوره اورېدلې او په ټول ښار کې تګ_راتګ په بشپړه توګه بند شوی دی.
د بېړنیو چارو اداره وايي چې تر اوسه د دغو واورو له امله په میلیونونو امریکایان زيانمن شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس