کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د الاباما ایالت په ټسکېګي پوهنتون کې پر محصلینو شوي برید کې یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
برید د زده کړېالانو روایتي جشن «کور ته د ستنېدو اونۍ په نوم ۱۰۰م جشن پر مهال شوی دی.
د CNN ټلوېزیون ویلي، د برید په تور ۲۵ کلن جاکوېز میریک نیول شوی دی.
د چارواکو په وینا وژل شوی ۱۸ کلن ځوان د پوهنتون محصل نه وو، خو په ټپیانو کې ډېری زده کړېالان دي.
ځایي اوسېدونکو ویلي، یادې پېښې د دې ښار زرګونه کورنۍ غمجنې کړې دي.
تېر کال هم په یاد پوهنتون کې د زده کوونکو پر لیلیې ډزې شوې وې، چې څلور کسان په کې ټپیان شوي وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/