معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې سړې هوا او تېز توپان نهه تنه مړه کړي

امریکا کې سړې هوا او تېز توپان نهه تنه مړه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په جنوب لویدیځو ایالتونو کې چارواکو ورته ویلي، چې دغلته د سړې هوا او تېز توپان له امله نهه تنه مړه شوي دي.
چارواکو دغه رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې د توپان له وجې ګڼ شمېر کورونه ړنګ شوي او د زرګونو کورنیو لپاره برېښنا هم پرې شوې ده.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ښایي د مړو شویو او ټپي شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي؛ ځکه د دوی په خبره یو شمېر سیمو ته لا هم د ژغورنې او لټون عمله نه ده رسېدلې.
د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې ویلي چې د جورجیا او الاباما په ایالت کې په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې ۲۱۴ کیلو متره دی چې خلکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس