معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې پراخې اورلګېدنې لسګونه زره ودانیو ته جدي ګواښ پېښ کړی

امریکا کې پراخې اورلګېدنې لسګونه زره ودانیو ته جدي ګواښ پېښ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا په لاس انجلس ایالت کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د خبر پر بنسټ دغه ایالت د یوه ملي پارک څنډو کې دې پراخې اور لګېدنې لسګونه زره ودانیو ته جدي ګواښ پېښ کړی او سلګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د NBC خبري شبکې د راپور له مخې دغې اورلګېدنې ۷۰ کیلومتره مربع ځنګل سوځولی او لا هم د خپریدو او زیاتیدو په حال کې دی.

له بلې خوا اسوشېټیډ پرېس خبر ورکوي، چې شاوخوا ۳۵ زره کورونه تر ګواښ لاندې دي او تر اوسه لږ تر لږه درې اور وژونکي هم په دې عملیاتو کې ژوبل شوي دي.

د رسنیو په وینا تر اوسه د اور وژنې ډلې د دې لویې اورلګیدنې په کنټرولولو کې پاتې راغلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس