معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امنیتي ځواکونو تېره شپه بلخ کې د داعش وسلوالو پر یو مهم پټنځای عملیات کړي

امنیتي ځواکونو تېره شپه بلخ کې د داعش وسلوالو پر یو مهم پټنځای عملیات کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۵ نېټه):
بلخ کې باختر آژانس د ځایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې تېره شپه د دغه ولايت نهر شاهي ولسوالۍ اړوند مهدي سيمه کې د داعش وسلوالو په یو مهم پټنځای ځپونکي عملیات ترسره شوي دي.
د دوی د خبر له مخې دغو عملیاتو کې یاد پټنځای په بشپړ ډول له منځه تللی او په کې شته شپږ تنه داعش وسلوال هم له منځه وړل شوي دي.
دغه عملیات د بلخ نهر شاهي ولسوالۍ اړوند د انجينر مهدي سيمي په ١٣ مه کوڅه کې د شپې په ٩:٠٠ بجې د سرپرست افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
په بلخ کې مسوولينو ویلي، چې د امنيتي ځواکونو لخوا د عملياتو پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات نيول شوي دي.
مسوولینو ویلي، چې دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس