کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند له تروریزم سره د مبارزې مدیریت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې د امنیې قوماندانۍ او تروریزم ضد آمریت لخوا یو شمېر وسلې نیول شوي دي.
د خبر پر بنسټ، ۱۲ میله مختلف النوع وسلې او مهمات نیول شوي، چې ۲ میله پیکا، ۹ میله کلاشینکوف، ۱ میله تفنګچه، ۱ مخابره او ۱ دوربین په کې شامل دي.
خبر زیاتوي، چې یادې وسلې د علیپور له کسانو څخه تر لاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په مرکز او ولسواليو کې ورته وسلې او مهمات نیول شوي، چې مسوولینو یې زیات شمېر د تېر نظام اشخاصو او یا هم د زورواکو ګڼلي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/