کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له ملي ټلوېزیون سره یوه مرکه کې ویلي، داعش په افغانستان کې حضور نه لري.
نوموړي دغه ټلوېزیون سره خبرو کې ویلي، د داعش په نوم هغه غړي چې د سرپرست افغان حکومت د استخباراتو ریاست په ځانګړو عملیاتو کې په نښه کیږي، د نورو هېوادونو اتباع دي.
متقي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې دې وروستیو کې د استخباراتو ریاست له لوري د مرکز کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې د دغې ډلې پرضد ځانګړي عملیات ترسره شول، چې په ترڅ کې یې د داعش خراسان څانګې مشر هم کابل کې ووژل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/