کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن په یوه ناڅاپي سفر عراق ته تللی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې انتوني بلېنکن د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوداني سره سوریه کې د نوي حکومت په تړاو خبرې کړي.
نوموړی تر دې وړاندې د ترکیې په سفر کې هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره پر دغه موضوع خبرې کړې وې.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ دغه سفر سوریه کې د لږکیو حقونو په پام کې نیولو سره د یوه ټولګډوني حکومت جوړولو په تړاو له ترکي او عربي چارواکو سره د خبرو په موخه کتنې پيل کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/