کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان کې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې د ماینونو له منځه وړلو عملیات روان دي.
دغې ادارې زیاته کړې، افغانستان کې د ماینونو پاکولو همکارانو لخوا د ۱۹۸۸ کال راهیسې تر دې دمه ۱۳ میلیونه ناچاودي توکي پاک شوي دي، چې ۷۶۴ زره یې د پرسونل ضد او ۳۳ زره او ۴۶۰ یې د وسایطو ضد ماینونه دي.
د یاد دفتر په خبره، افغانستان لا هم د ځمکې پر سر په ماینونو تر ټولو ډېر پوښلی هېواد دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/